مولوی مهدی د طالبانو ناراضی قومندان ووژل شو
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چي مولوی مهدی د طالبانو د سرحدي استخاباراتي ځواکونوله لوري د هرات ولایت په سرحدي سیمو کې وژل شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره مولوي مهدي د بلخاب ولسوالۍ لپاره د « یاغیانو مشر» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو د حکومت سرحدي ځواکونو هغه په هرات کې ایران ته د تېښتې پر مهال وژلی دی.
ددغه بیانیې سره سم، د سرپل ولایت په بلخاب کې د طالبانو د حکومت پر ضد له «بغاوت» وروسته، مولوي مهدي له خپلو څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتېدلی وو.
اعلامیه زیاتوي چې نوموړی په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت او ایران ترمنځ په سرحدی نقطو کې کشف او د سرحدي استخباراتو د منسوبینو له خوا وپېژندل شو او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
باید وویل شي، چې مولوي مهدي پخوا د طالبانو له قومندانانو څخه و، چې د طالبانو د حکومت له جوړیدو وروسته یې څه موده د بامیان ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
وروسته یې د ځینو دلایلو له امله طالبانو سره اختلاف درلود او د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې تر خپل قوماندې لاندې ځواکونو سره د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه.