ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته ګروهنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119850-ایراني_سوداګر_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_ګروهنه_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په هرات کې د سوداګریو د خوني د مسئول او د دې ولایت له والي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ایراني سوداګرو د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته ګروهنه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په هرات کې د سوداګریو د خوني د مسئول او د دې ولایت له والي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ایراني سوداګرو د چمتووالي خبر ورکړ.

تیره ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال محمد رضا بیګدلي د هرات له والې او د دې ولایت د سوداګریو د خونی له مسئول سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په هکله خبرې وکړې.

په هرات کې د سوداګریو د خوني مسئول محمد یونس قاضي زاده د وېزو او ورته نورو مسائلو په زمینه کې د افغان سوداګرو په وړاندې د ځینو ننګونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې او د ایران د همکاریو قدرونه وکړه.

د کنسولي په چارو کې د ایران د خارجه وزارت مرستیال علی رضا بیګدلي د دواړو هیوادونو تر مینځ ښو اړیکو ته په اشارې سره، وویل: ایراني سوداګر په افغانستان کې د پانګونې اراده لري.

هغه همدارنګه د دواړو هیوادونو سوداګرو ته د سهولتونو د رامینځ ته کېدو په ضرورت تاکید وکړ.

د هرات والی نور احمد اسلام جار هم د دواړو هیوادونو تر مینځ ښو اړیکو ته په اشارې سره، وویل چي اقتصادي فعالیتونه او سوداګری امنیت ته ضرورت لري چي اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.

هغه زیاته کړه چي د بهرنیو پانګونو لپاره د سهولتونو د رامینځ ته کولو په لړ کې هلي ځلي رواني دي او افغانستان د بهرني پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.