په پنجشیر کښې په طالبانو بیا برید شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې د طالبانو د ځواکونو ګاډی د ماین چاودنې ښکار شو.
په پنجشیر ولایت کښې ځایي سرچینو وویل د طالبانو د ځواکونو په ګاډې باندې پرون له غرمې مخکې په ملاخیل سیمه کښې برید شو او دغه ګاډي ته سخت تاوان ورسید خو د مرګ او ژوبلو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
ځایي سرچینو وویل چې طالبانو له دغه ماین چاودنې وروسته د سیمې څو ځوانان نیولي دي.
وړمه ورځ هم ملاخیل سیمې ته نږدې د طالبانو د ځواکونو په یوه بل ګاډي برید شوی و او ځايي سرچینو ویلي دي چې په وړمه ورځې بم چاودنې کښې دوه طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په افغانستان باندې د طالبانو د بیا سلطې د یوه کال له تیریدا سره سره په بیلابیلو سیمو په تیره بیا پنجشیر ولایت کښې د دغه ډلې په ځواکونو باندې بیا بیا بریدونه کيږي.