د اروپائي اتحادئې  استازی له افغانستانه وویستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120050-د_اروپائي_اتحادئې_استازی_له_افغانستانه_وویستل_شو
دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وړمه ورځ ناوخته  د اروپائي اتحادئې له استازي سره لیده کاته هم کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2022 00:25 Asia/Kabul
  • د اروپائي اتحادئې  استازی له افغانستانه وویستل شو

دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وړمه ورځ ناوخته  د اروپائي اتحادئې له استازي سره لیده کاته هم کړي دي.

فارس خبری اژانس راپورورکړ،  د طالبانو موقته حکومت  په افغانستان کې د اروپائی اتحادئې د نمایندګۍ مشر آرنوت پاؤلز له هیواده وویست. 

په راپور کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې د نمایندګۍ مشر آرنوت پاؤلز پرون ناوخته پخپل ټولنیزپیغام کې لیکلی دي،تاسو یو ډيپلوماټ له افغانستانه ویستلی شئ،خو  افغانستان له ډيپلوماټانو خالی کولی نشئ.

دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وړمه ورځ ناوخته  د اروپائي اتحادئې له استازي سره لیده کاته هم کړي دي.

 آرنوت پاؤلز پخپل پیغام کې روښانه کړې ده ،رافایل لایدیک  ددغې څوکۍ مسئولیّت په غاړه اخلی.

 څارونکي  د میرمنو په وړاندې د طالبانو د موقته حکومت  کړچار ته په پام سره ، په کابل کې د اروپائي اتحادئې  دمشر په توګه  دیوې ښځينه ډيپلوماټې  منصوبیدا  د فکر وړ ټکی ګڼي .

طالبانو  دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئيلي .