د اروپائي اتحادئې استازی له افغانستانه وویستل شو
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وړمه ورځ ناوخته د اروپائي اتحادئې له استازي سره لیده کاته هم کړي دي.
فارس خبری اژانس راپورورکړ، د طالبانو موقته حکومت په افغانستان کې د اروپائی اتحادئې د نمایندګۍ مشر آرنوت پاؤلز له هیواده وویست.
په راپور کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې د نمایندګۍ مشر آرنوت پاؤلز پرون ناوخته پخپل ټولنیزپیغام کې لیکلی دي،تاسو یو ډيپلوماټ له افغانستانه ویستلی شئ،خو افغانستان له ډيپلوماټانو خالی کولی نشئ.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وړمه ورځ ناوخته د اروپائي اتحادئې له استازي سره لیده کاته هم کړي دي.
آرنوت پاؤلز پخپل پیغام کې روښانه کړې ده ،رافایل لایدیک ددغې څوکۍ مسئولیّت په غاړه اخلی.
څارونکي د میرمنو په وړاندې د طالبانو د موقته حکومت کړچار ته په پام سره ، په کابل کې د اروپائي اتحادئې دمشر په توګه دیوې ښځينه ډيپلوماټې منصوبیدا د فکر وړ ټکی ګڼي .
طالبانو دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئيلي .