د افغانستان صادرات تر پنځوس فیصدو پورې زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120150-د_افغانستان_صادرات_تر_پنځوس_فیصدو_پورې_زیات_شوي
  د تجارت او پانګونې د کوټې یو شمیرغړود طالبانو له موقته حکومته وغوښتل څو د تولید دزیاتولو او د صادراتو دپراختیا زمینه دې برابره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2022 09:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان صادرات تر پنځوس فیصدو پورې زیات شوي

  د تجارت او پانګونې د کوټې یو شمیرغړود طالبانو له موقته حکومته وغوښتل څو د تولید دزیاتولو او د صادراتو دپراختیا زمینه دې برابره کړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د تجارت او پانګونې د کوټې مسئولانو په وینا،په تیر کال کې ددغه هیواد په ترټولو زیاتو صادراتي شیانو کې ، وچه او تازه میوه ، ګرانبیّه  کاڼي ، درملیز بوټي  او قالي  شامل  دی.

د افغانستان د پانګونې او تجارتي کوټې  مرستیال محمد یونس مهمند نن په کابل کې د صادراتو په ملی سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئيل ،دغه هیوادپه تیر یوه کال کې څه دپاسه یو میلیارډ ډالرو په ارزښت  صادرت درلودلي چې دا له تیر کال سره په پرتله کې  تر پنځوس فیصدو پورې د زیاتې اندازې ښودنه کوي.

 مهمند دې ته په اشارې سره چې  له ګاونډیانو او نورو هیوادونو سره د افغانستان تجارتي اړیکې ښه شوي هیله وښودله ، نور هیوادونه دې هم  افغان تاجرانو په اختیار کې لازیاتې آسانتیاوې ورکړي.

په دغه سیمنار کې  د تجارت او پانګونې د کوټې  یو شمیر  نورو غړو هم د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل څو د  تولید دزیاتولو او د صادراتو دپراختیا زمینه دې برابره کړي.

له بل پلوه د افغانستان واکمن  لوري د خزانې  وزارت  چارواکو ژمنه کړې،هڅه کوي څو د پانګوالو لپاره لازیاتې آسانتیاوې برابرې کړي او  د   په دې  موخې سره به اقدامات او سیاستونه هم آسان کړي.