لویدیځي کلتور په افغانستان کې هیڅ ځاي نه لري
د طالبانو دغه چارواکي فکس نیوز سره په خبرو کې هم وئيلي دي ،د طالبانو حکومت هیڅکله هم د انجونو له زده کړو سره مخاف نه دی او تعلیم د درستو انسانانو لپاره یو نړیوال حق ګڼي.
د قطر په دوحې کې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،افغانستان له اروپائي هیوادونو سره د پرتلې وړ نه دی او خپل خاص اسلامی کلتور او اخلاقیات لري .
سهیل شاهین ددې خبرې په کولو سره چې طالبان د انجونو له زده کړې سره هیڅ مخالفت نه لري، ووئيل؛ د اسلامی قوانینو او د ټولنې داخلاقیاتو د پلي کولو لپاره وخت ته اړتیا لرو څو وتوانیږو موجود درست مشکلات حل کړائ شو.
د طالبانو دغه چارواکي فکس نیوز سره په خبرو کې هم وئيلي دي ،د طالبانو حکومت هیڅکله هم د انجونو له زده کړو سره مخاف نه دی او تعلیم د درستو انسانانو لپاره یو نړیوال حق ګڼي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر همداراز ووئيل، د طالبانو سیاست مشخص دی او هیڅ یوې ډلې ټپلې ته به د بل هیواد په ضد دافغانستان له خاورې د استفادې اجازت ورنکړي .