طالبان هیڅکله هم د انجونو د زده کړو مخالف نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120180-طالبان_هیڅکله_هم_د_انجونو_د_زده_کړو_مخالف_نه_دي
دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 07:18 Asia/Kabul
  • طالبان هیڅکله هم د انجونو د زده کړو مخالف نه دي

دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي.

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په قطر کې د افغانستان د طالبانود سرپرست حکومت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له فکس نیوز سره په خبرو کې وئيلی دي ، هیڅکله  هم د نجونو د زدهکړو مخالف نه  يوو او د ښځو دحقوقو په برخې کې افغانستان له اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه‌ دی.

 سهېل شاهین ویلي، «موږ یوه بله  او اسلامي ټولنه یوو، له دې امله مونږ له یوې اروپايي ټولنې سره سمون نه شو کولای.»

ده  دغه راز ویلي، اسلامي امارت د نجونو زده‌کړو مخالف نه ‌دی؛ اوس مهال په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې ۴۵۰ زره محصلین او په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي پورې په میلیونونه نجونې په زده‌کړو بوختې دي.

هغه دا هم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي.

 د افغانستان په چارو کې د اروپائي اتحادئې استازي پرون ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو پرانیستل کیدا لومړی لومړیتوب دی  اوترهغه مهال چې  دغه کار ونشي،په افغانتسان کې به د بشری حقوقو هیڅکله هم رعایت شوي نه وي .

 داپه داسې حال کې دي چې طالب چارواکو تل وئيلی دي ، اوسنی حکومت ټولشموله دی،د ښځو حقوق د شریعت په اساس رعایتیږي  او دانجونو مکتبونه  به هم ددیني عالمانو له سپارښتنو وروسته او دیوه مکانیزم او دستورالعمل په پرابریدا پسې پرانیستل شي .