طالبان او روسیه دتیلو اوګیسو په پيرپلور راضي شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120214-طالبان_او_روسیه_دتیلو_اوګیسو_په_پيرپلور_راضي_شوي_دي
د افغانستان د طالبانو حکومت  له روسیې  د پيټرولو او ګیسو د اخستو په باب سره موافقې ته رسیدلی دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • طالبان او روسیه دتیلو اوګیسو په پيرپلور راضي شوي دي

د افغانستان د طالبانو حکومت  له روسیې  د پيټرولو او ګیسو د اخستو په باب سره موافقې ته رسیدلی دي.

 افغانستنا د تیلو او ګیسو دسرچینو د نه درلودلو په دلیل  یو هغه  هیواد دی چې  تل دګاونډیو او سیمې د هیوادونو سونګو ته  اړتیا لري.

 طلوع نیوز راپور ورکړی، دطالبانو دحکومت دتجارت او صنعت وزیر نورالدین عزیزي  چې په همداوروستیو کې روسیې ته له سفره بیرته ستون شوی،ووئيل  له روسیې د ګیس او پيټرولو اخستلو موافقه  نهائي شوي او دواړه لوري  د پيسو د منتقلولو دڅرنګوالي په باب سره مشورې کوي.

 هغه ووئيل،د افغانستان ډیری بانکونه او روسیه د لویدیځ د بندیزونو په نښه شوي دي او د پیسو  منتقلول به ددریم ګړي هیواد له لارې ترسره شي.

نورالدین عزیزي  ووئیل، دروسیې د بانکونو په ضد بندیزونو  افغانستان ته له دغه هیواده دپيټرولو  د منتقلولو کار سخت کړی او په همدې دلیل  له ماسکو سره د کابل د راکړې ورکړې اندازه کمه شوې ده.

له روسیې سره د افغانستان د تجارتي مبادلې اندازه په کال کې دوه سوه میلیون ډالرو ته  ته رسیږي اوافغانستان  له دغه هیواده  خپل خوراکي مواد او پيټرول واردوي.