پاکستان او افغانستان تجارت نور هم زیاتوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکي د تجارت د پیاوړي کولو لپاره د غږمله هڅو په هکله موافقې ته ورسیدل.
د پاکستان چارواکو په تورخم سرحد کښې د افغانستان له چارواکو سره په غونډې کښې د کابل په مسوولانو غږ وکړ چې پاکستان ته د ټماټرو او د ډبرو د سکرو د صادراتو مالیات ختم کړي چې د طالبانو د چارواکو له هرکلي سره مخامخ شو.
په دغه غونډه کښې د پاکستان او د افغانستان چارواکو له پینځو سوو ګاډو څخه دولس سوه ګاډو ته په سرحد کښې د ګاډو د شمیر په زیاتیدا خوښي څرګنده کړه او د پاکستان د کسټم او ګمرک مشر هم په ورځ کښې د دوه زره ګاډو د تګ راتګ د زیاتیدا خبر هم ورکړ.
د پاکستان کسټم یعني ګمرک مخکې هم له افغانستان سره د خپل هیواد د تجارتي راکړو ورکړو د اندازې زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په تیرو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو د تجارت اندازه کابو سل فیصده زیاته شوي ده.
غوړي ، دال ، میوې او لباس له پاکستان څخه افغانستان ته ورځي او په مقابل کښې له افغانستان څخه د ډبرو سکره ، وچې میوې او تازه میوې او سبزیانې هم پاکستان ته صادریږي.