پاکستان او افغانستان تجارت نور هم زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120472-پاکستان_او_افغانستان_تجارت_نور_هم_زیاتوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکي د تجارت د پیاوړي کولو لپاره د غږمله هڅو په هکله موافقې ته ورسیدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2022 07:20 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان تجارت نور هم زیاتوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکي د تجارت د پیاوړي کولو لپاره د غږمله هڅو په هکله موافقې ته ورسیدل.

د پاکستان چارواکو په تورخم سرحد کښې د افغانستان له چارواکو سره په غونډې کښې د کابل په مسوولانو غږ وکړ چې پاکستان ته د ټماټرو او د ډبرو د سکرو د صادراتو مالیات ختم کړي چې د طالبانو د چارواکو له هرکلي سره مخامخ شو.

په دغه غونډه کښې د پاکستان او د افغانستان چارواکو له پینځو سوو ګاډو څخه دولس سوه ګاډو ته په سرحد کښې د ګاډو د شمیر په زیاتیدا خوښي څرګنده کړه او د پاکستان د کسټم او ګمرک مشر هم په ورځ کښې د دوه زره ګاډو د تګ راتګ د زیاتیدا خبر هم ورکړ.

د پاکستان کسټم یعني ګمرک مخکې هم له افغانستان سره د  خپل هیواد د تجارتي راکړو ورکړو د اندازې زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په تیرو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو د تجارت اندازه کابو سل فیصده زیاته شوي ده.

غوړي ، دال ، میوې او لباس له پاکستان څخه افغانستان ته ورځي او په مقابل کښې له افغانستان څخه د ډبرو سکره ، وچې میوې او تازه میوې او سبزیانې هم پاکستان ته صادریږي.