افغانستان کښې د ناامنۍ دوام او د طالبانو مسئولیت
د هرات په جامع جومات کښې پرون خونړۍ چاودنه وشوه. په دغې چاودنې کښې د جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري په شمول ګڼ کسان مړه شول.
د هرات د جامع جومات د تیرې ورځې چاودنه ښودنه کوي چې طالبان له تیر یو کال راهیسې په افغانستان باندې په واکمنیدو سره، د دغه هیواد د امنیت په کنټرولولو کښې پاتې راغلي دي او ترهګرې او د طالبانو مخالفې ډلې لاهم دغې ډلې د تاواني کولو او په افغانستان کښې د ناامنۍ د زیاتولو لپاره له امنیتي نیمګړتیاؤ څخه استفاده کوي. د هرات چاودنه په داسې حال کښې وشوه چې طالبانو د افغانستان خلکو ته د امنیت د تامینولو په هکله په کراتو ډاډ ورکړی و.
د نړیوالو چارو کارپوه ساجان ګوهل په دې هکله وايي: طالبانو په عمل کښې وښودله چې د افغانستان د امنیت د تامینولو لپاره ضروري توانمني نه لري. طالبان چې په دغه هیواد باندې د واکمنۍ ادعا کوي، د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د امنیت د ټینګښت له مسئولیت سره مخامخ دي او مینځ تشې ژمنې نه شي ورکولې.
په افغانستان کښې د ناامنۍ او تشدد د دوام یوه ډیره مهمه وجه له کورنیو ډلو سره د طالبانو د ضروري ملګرتیا نشتوالی دی. طالبان چې د واکمنیدو په پیل کښې یې ځان له نورو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو سره ملګرتیا ته ګروهمن ښوده، په عمل کښې یې نه یوازې په دغې ژمنې عمل ونه کړ بلکې حتی له خپلو ناراضي قومندانانو سره په قهرجن چلند سره یې وښودله چې په هیڅ توګه د قدرت د عواملو د حلقې پراخولو ته تیار نه دي او د جینکو د زده کړې په شمول د افغانستان د خلکو په ډیرو غوښتنو باندې په سترګو پټولو سره په انحصاري توګه سیاست جوړوي او حکومت کوي.
د افغانستان د چارو یو کارپوه وايي: طالبان نیت نه لري چې په افغانستان باندې له خپلې تیرې واکمنۍ عبرت واخلي او د خپلو تیرو نیمګړتیاؤ او کمزوریو په جبیره کولو سره د خپل حکومت ستنې د ملي غوښتنو په پوره کولو سره مضبوطې کړي. دغې ډلې په عمل کښې وښودله چې لاهم غواړي په افغانستان کښې حاکمیت د خپلې ډلې په ولکې کښې وساتي چې یوه ماته خوړلې تجربه ده.
افغانستان په تیرو لسیزو کښې د نیواک او هم داشان له مذهبي واخلې تر جمهوري او د طالبانو تر انحصار پالنې پورې د مختلفو حکومتو د جوړیدو په شمول ډیرې لوړې ژورې تجربه کړې دي چې په یو ډول د ملي وحدت د پیاوړتیا لپاره ضروري شرایط نه لري. په افغانستان کښې د قومونو او مذهبونو او سیاسي اړخونو زیاتوالي ته په پام سره د هر هغه ډول حاکمیت جوړیدل چې په کښې ډله ایز او ملي مشارکت نه وي، په ماتې محکوم دی. حتی د اشرف غني د واکمنۍ په پړاؤ کښې هم د افغانستان خلکو د ملي ملګرتیا په اساس د ولاړې واکمنۍ حقیقي خوند ونه څَکه.
د سیاسي چارو یو بل کارپوه سروش امیر بیا په دې اړه وايي:
د افغانستان ټولنیز او سیاسي او قومي جوړښت داسې دی چې د ډله ایز مشارکت پرته دغه هیواد نه شي اداره کیدې. د هرې ډلې ډډې ته کول کوې شي هغه په یوې حاکمیت ضده مخالفې بدله کړي چې ټولنیزو او سیاسي او حتی مذهبي جوړښتونو ته د ګوذار ورکولو لپاره به یو بالقوه ځواک وي.
په هر حال، طالبانو د قدرت په انحصار باندې په ټینګار سره هم هغه شان د افغانستان د ټولنې سیاسي فضا حتی د سیاسي ډلو لپاره هم بنده کړې او د دغو ډلو او د نورو مخالفانو د جذبیدو هیڅ لاره نه لیدله کیږي. په دې وجه هغه مخالفې ډلې چې ډیر جراءت لري، د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره د وسلو په راخیستو سره هر تشدد ته لاس اچوي او دې حالت د افغانستان ټولنه له مخکښې نه زیاته له کړکیچ سره مخامخوي. په دې وجه که چیرې طالبان د تشدد ختمول غواړي نو ترټولو لنډه او چټکه لاره یې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه او ملي حکومت جوړول دي چې په دې بڼه کښې به تشدد غواړې ډلې یوازې پاتې شي او وبه شړلې شي.
*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی