په هلمند کې په مختلفو پیښو کې۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د هلمند دامنیتي مسوولینو په وینا چې رسنیو ته یې کړې راغلي چې د دې ولایت د (لښکرګاه) د پنځمې امنیتي حوزې په ګډون په (کجکي، ګرشک او ګرمسېر) ولسوالیو کې د شوې خپلمنځيو شخړو له کبله (۳) تنه وژل شوي او (۵) تنه هم ټپیان شوي دي.
زمونږخبریال له غزنی راپور راکړ،د افغانستان په جنوبي سیمې هلمند ولایت کې د (نادعلي) ولسوالۍ په (نري مانده) سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله (۴) ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او (۲) نور ټپیان شول.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور دریاست مشره حافظ عبدالباري راشد رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې د ناچاودو توکو سره یادو ماشومانو لوبې ترسره کولې.
ویل کیږي چې ژوبل شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.
په دې اړه له غزنی زمونږ د خبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو.