طالبان دې په افغانستان کې د ډيپلوماټانو امنیت تضمین کړي
په کابل کې د روسیې له سفارت سره نزدې دترهه ګرې حملې مسئولیّت داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستی دی
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ دفتر (یوناما) په کابل کې د روسیې دسفارت په وړاندې له چاودنې وروسته ،پر طالبانو غږ کړی ،په افغانتسان کې دې د ډيپلوماټانو دماموریتونو امنیت تضمین کړي.
د افغانستان په کابل کې وړمه ورځدروسیې دسفارت په وړانډې په ترهه ګرې بم چاودنې کې د روسیې د سفارت د دوو کارکونکو پشمول شل کسان وژل شوي اویو شمیر نور هم ټپیان شوي دي.
د افغانستان جمهور خبری آژانس راپور ورکړیوپه افغانستان کې د ملګروملتو دمرستیالس دفتر (یوناما) پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د روسیې د سفارت په وړاندې د چاودنې په غندلوسره د ډيپلوماټيکو ماموریتونو او همداراز د خلکو د امنیت دتضمین لپاره د طالابنو د حکومت دچارواکو له خوا دتدبیرونو دغوره کولو په ضرورت ټينګار وکړ.
په کابل کې د روسیې له سفارت سره نزدې دترهه ګرې حملې مسئولیّت داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستی دی
افغانستان تل د کابل پشمول په مختلفو سیمو کې دترهه ګرو او بم چاودنو له غمیزو سره مخامخ دی چې له امله ئې په سلګونو لمونځ ګوزار ،عام خلک او ښځې اوماشومان پخپلو وینو کې لیت پیت کیږي او دزیاترو جنایتونو پړه هم داعشي جنایتکار په غاړه اخلی.