په ننګرهار کې له یوه سوداګر ۱۵میلیونه افغانۍ غلا شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120802-په_ننګرهار_کې_له_یوه_سوداګر_۱۵میلیونه_افغانۍ_غلا_شوي
د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي،چې حاجي ملا محمد نعيم اخند په رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده او سوداګرو ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 08:21 Asia/Kabul
  •  په ننګرهار کې له یوه سوداګر ۱۵میلیونه افغانۍ غلا شوي

د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي،چې حاجي ملا محمد نعيم اخند په رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده او سوداګرو ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سوداګرو په دې اړه د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم اخند سره لیدلي او د غلو د پیدا کیدو تر څنګ ېې د غلاوو د مخنيوي غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي،چې حاجي ملا محمد نعيم اخند په رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده او سوداګرو ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي خپلوامنيتي ادارو ته د پېښې تعقيب او د ټولو غلو او لارې وهونکو پر وړاندې يې د سختو او قانوني اقداماتو امر هم کړی.

د طالبانو په اعلامیه کې د یادې غلا د وخت،څرنګوالي او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.