احمد مسعودوایی د پلار په شان به مقاومت ته دوام ورکړم
د طالبانو د رسنيو د مرکز مشر مفتي انعام ا... سمنګاني بيا د نوموړي په غبرګون کې ویلي چې د مسعود تېر ځل مقاومت هم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتلو سبب شو او دا ځل هم د دوی مخالفان د مقاومت په نوم د امریکايي ځواکونو د بیرته راتلو لپاره مبارزه کوي
احمد مسعود چې اوس د پلار په شان د طالبانو خلاف د وسله والې مبارزې مشري کوي، د پلار د تلین په مناسبت په لنډ پیغام کې ویلي چې د پلار په شان به د طالبانو خلاف مقاومت ته دوام ورکړي.
د طالبانو د رسنيو د مرکز مشر مفتي انعام ا... سمنګاني بيا د نوموړي په غبرګون کې ویلي چې د مسعود تېر ځل مقاومت هم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتلو سبب شو او دا ځل هم د دوی مخالفان د مقاومت په نوم د امریکايي ځواکونو د بیرته راتلو لپاره مبارزه کوي.
د طالبانو منتقدان بيا افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتلو دلیل د اوس په شان هغه مهال هم په نړيوالو او ملي تعاملاتو کې د طالبانو سرزوري او د نړيوال تروریزم په مرکز د افغانستان بدلول بولي.