په ترکیې کښې د افغانستان سرکنسول تښتیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120912-په_ترکیې_کښې_د_افغانستان_سرکنسول_تښتیدلی
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې په استانبول کښې د افغانستان د پخواني حکومت د سرکنسول ذبیح الله حسین خیل د تښتیدا په هکله د راپورونو له خپریدا وروسته د طالبانو د حکومت خارجه وزارت بل کس د هغه ځای ناستی کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 23:30 Asia/Kabul
  • په ترکیې کښې د افغانستان سرکنسول تښتیدلی

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې په استانبول کښې د افغانستان د پخواني حکومت د سرکنسول ذبیح الله حسین خیل د تښتیدا په هکله د راپورونو له خپریدا وروسته د طالبانو د حکومت خارجه وزارت بل کس د هغه ځای ناستی کړ.

له دې وړاندې خبري سرچینو د افغانستان د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امر الله صالح د زوم ذبیح الله حسین خیل چې د ترکیې په استانبول کښې د افغانستان سرکنسول و د تښتیدا خبر ورکړی و.

د ذبیح الله حسین خیل له تښتیدا وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکیې په استانبول کښې د افغانستان د کنسولګرۍ یو کارکونکی عبدالله صالحي د خپل هیواد د نوي سرکنسول په توګه وټاکه.

ځینو خبري اژانسونو په ترکیې کښې د افغانستان د کنسولګرۍ د کارکونکو په قول راپور ورکړی چې پخوانی سرکنسول ذبیح الله حسین خیل د کنسولګرۍ په پیسو سره اسټرالیا ته تښتیدلی دی.

ویل کیږي چې ذبیح الله حسین خیل په استانبول کښې د افغانستان د کنسولګرۍ په سلګونو زره ډالره غلا کړي دي خو په ترکیې کښې د افغانستان سفارت په رسمي ډول او په شخصي ډول حسین خیل په دې هکله تراوسه څه نه دي ویلي.