طالبانو له پاکستاني پوځیانو سره سرحدي نښته تایید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121066-طالبانو_له_پاکستاني_پوځیانو_سره_سرحدي_نښته_تایید_کړه
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاندوي په بکتیا ولایت کښې له پاکستاني پوځیانو سره سرحدي نښته تایید کړه او ویې ویل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2022 07:08 Asia/Kabul
  • طالبانو له پاکستاني پوځیانو سره سرحدي نښته تایید کړه

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاندوي په بکتیا ولایت کښې له پاکستاني پوځیانو سره سرحدي نښته تایید کړه او ویې ویل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د ویاندوي مرستیال په خپل ټویټر ولیکل: دغه نښته تیره سه شنبه پس له هغې رامینځته شوه چې پاکستان د پکتیا په پوله کښې د سرحدي پوستې د جوړولو نیت درلود خو د طالبانو سرحدي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د کریمي په وینا، د موافقې له مخې د ډیورنډ په سرحدي لیکه کښې د پوځي پوستې د جوړولو اجازه نشته خو پاکستاني پوځیانو وړمه ورځ د ډیورنډ پولې په خوا کښې د پوستې جوړولو کوشش وکړ.

د طالبانو مرستیال ویاندوي وویل: طالب ځواکونو غوښتل چې د خبرواترو لپاره د پاکستاني پوځیانو خوا ته ورشي خو هغوي پرې ډزې پیل کړې چې له امله یې مرګ ژوبله وواښتله. کریمي هم داشان زیاته کړه چې طالبانو هم ځوابي ډزې وکړې چې ممکنه ده پاکستاني ځواکونو ته هم تلفات اوښتې وي.بلال کریمي ویلي چې د پيښې څیړنه روانه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون ویلي وو چې د کرمې په خرلاڅیو سرحدي سیمه کښې د افغانستان له خاورې څخه د (ترهګرو) له خوا په شویو ډزو کښې درې پاکستاني پوځیان وژل شوې دي.