سږکال ۹میلیونه افغان ماشومان د پولیو پرضد واکسين شوي
د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، دغو ماشومانو ته ۸۶،۷ میلیونه دوزه واکسين ورکړل شوی.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي،چې سږکال ېې تر ۹میلیونو پورې افغان ماشومان د پولیو ناروغۍ پر ضد واکسین کړي دي.
سرچينه زياتوي،چې دومره ماشومان د تېر کال له نومبر میاشتې څخه تر اوسه پورې واکسين شوي.
د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، دغو ماشومانو ته ۸۶،۷ میلیونه دوزه واکسين ورکړل شوی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی،چې په افغانستان کې حاکم بشري او اقتصادي ناورين او په لیرې پرتو سیمو کې روغتيايي مرکزونو ته د خلکو لږ لاسرسی به د پولیو پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړي.
د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري یاد شوي ارقام په داسې حال کې خپریږي،چې د سیګار په یوه راپور کې میلیونونه افغان ماشومانو ته د پوليو پر ضد د واکسين د نه ترسره کیدو خبر ورکړل شوی او له دې کبله د پولیو پېښو د زیاتېدو وېره ښودل شوې.
د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.