د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121516-د_ملګرو_ملتونو_امنیت_شورا_نن_د_افغانستان_په_اړه_غونډه_کوي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت استازی نصیر احمد فایق به د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وینا وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2022 00:47 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت استازی نصیر احمد فایق به د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وینا وکړي.

 فایق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا غونډه د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې دی به د پخوا په څېر د افغانستان او د افغانانو د وروستیو حالاتو په اړه د امنیت شورا ګډونوالو ته معلومات وړاندې کوي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نیویارک ته روانه شوې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په لنډه اعلامیه کې لیکلي چې دا غونډه  د سې شنبې په ورځ ترسره کیږي او د یوناما سرپرست مارکوس پوتزیل به ورته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خپل راپور وړاندې کوي.