د افغانستان د یو ارزښتناک یاقوت مخ کتنه وشوه
Sep 27, 2022 03:52 Asia/Kabul
د متحده عرب اماراتو په دبی کښې په یو نندارتون کښې په افغانستان پورې اړونده یو ارزښتناک یاقوت نندارې ته ایښودل شوی دی
له ایران سره د افغانستان په یو سرحدي کلي کښې استوګن د دغه ۱۰ میلیون ډالري یاقوت خاوند، د دغه ۵ زره قیراطه یاقوت له خرڅولو وروسته نیت لري چې د خپل کلي د خلکو لپاره یو ښوونځې، یو درملیز مرکز او د یو د بریښنا د انتقال مرکز جوړ کړي.
آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه یاقوت کابو یو کیلوګرام وزن لري او د لاس د تلي هومره لوې دی.
دغه یاقوت د ایران او افغانستان په ګډ سرحدي کلي حیدر آباد کښې موندل شوی او مالک یې هیله لري چې په خرڅولو سره به یې د کلي د خلکو ژوند بدل شي.
ټیګونه