حقاني: پوهنتون او مدرسه دواړه یو او د یوې موخې لپاره دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121592-حقاني_پوهنتون_او_مدرسه_دواړه_یو_او_د_یوې_موخې_لپاره_دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په چارو کښې د طالبانو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي چې د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2022 13:13 Asia/Kabul
  • حقاني: پوهنتون او مدرسه دواړه یو او د یوې موخې لپاره دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په چارو کښې د طالبانو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي چې د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه ټینګار کړی، چې پر عصري علومو سربېره دیني علومو ته دې هم پاملرنه وشي تر څو داسې نسل وروزل شي، چې دین او هېواد دواړو ته ژمن وي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.

خو تر هغه وروسته په همدې غونډه کې د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، چې دنیوي تعلیم مباح، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی. د حنفي او ستانکزي دې خبرو پر خواله رسنیو کې هم غوغا جوړه کړې.