په ننګرهارکې ۵۹ داعشي وګړي امنیتي ځواک ته تسلیم شول
که بیا ځلې خپلې تېرې کړنې تکرار کړي نو دوې به دقومي تړو له مخې کورونه وسوزوي او نغدي جریمه به هم ترې واخلي .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار د استخباراتو ادارې مشر محمدا... ادریس دسې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل . نهه پنځوس تنه په داعش ډلې پورې تړلي کسان چې دننګرهار ولایت په سره رود،چپرهار، خوګیاڼیو،اچین، سپین غر او لالپورې ولسوالیو کې ئې د طالبانو دحکومت پر خلاف کړنې ترسره کولې دیادو ولسوالیود قومي مخورو او دیني عالمانو په غوښتنه له مخالفته ئې لاس واخیست او د طالبانو د مشر دفرمان له مخې ورته په مشروط ډول عفوه وشوه. د استخباراتو ریس وویل که دغه کسان دوې ته له وضع شویو شرطونو سرغړونه وکړي نو له سختې جزا سره به مخ شي. په ورته وخت کې قومي مخور او دیني عالمان وایي دې کسانو ته ددوې پرغوښتنه عفوه شوې او که بیا ځلې خپلې تېرې کړنې تکرار کړي نو دوې به دقومي تړو له مخې کورونه وسوزوي او نغدي جریمه به هم ترې واخلي . داستخباراتو ادارې ته تسلیم شوي په داعش ډلې پورې منصوب کسانو هم پر خپلو تیرو کړنو پښیمانې وښوده او ژمنه یې وکړه چې بیا ځلي به دداعش ډلې لیکو ته نه ورستنیږي.واک ته داسلامي امارت له رسیدو راهیسې تر دا دمه په ننګرهار کې شپږ سوه پنځوس تنه په داعش ډلې پورې منصوب کسان امنیتي ځواکونوته تسلیم شویدي.