د افغانستان مرکزی بانک ته اتمه 40 میلیوني ډالري بشري مرسته ورسیده
د راپورونو له مخې د روان کال د وږي په (۳۰) مه هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې (۴۰) میلیونه ډالره بشري مرستې د هېواد یو سوداګریز بانک ته انتقال کړای شوې وې.
زمونږخبریال له غزني راپور راکړ،د افغانستان دمرکزي بانک په خبرپاڼې کې راغلي چې یاد بانک د نړیوالې ټولنې له دې بشري مرستې څخه کور ودانی کړی او زیاته کړې یې ده چې له افغانستان سره لا نورو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د راپورونو له مخې د روان کال د وږي په (۳۰) مه هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې (۴۰) میلیونه ډالره بشري مرستې د هېواد یو سوداګریز بانک ته انتقال کړای شوې وې.
افغانان د نړیوالو دا مرستې ستایي له افغان حکومت نه غواړي چې پر مستحقینو یې وویشي او له مرستندیو هیوادونو څخه د لانورو مرستو غوښتنه کوي.
نور تفصیلات یی زمونږد خبریال له خولې آورو.