د افغانستان خلک اوس له نیواکګرۍ راحت شوي
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو حکومت په افغانستان باندې د ناټو تړون او د امریکا د حملې د یویشتمې کلیزې په مناسبت په یوې خبر پاڼه کښې وویل نن سبا د هیواد خلک له نیواکګرۍ او جنګ څخه راحته شوي دي.
د طالبانو موقته حکومت پرون د امریکا او د هغې د ملګرو د حملې د یویشتمې کلیزې په مناسبت وویل نیواکګران په افغانستان کښې ځاې نلري.
د طالبانو په بیانیې کښې ویل شوي دي چې امریکا یویشت کاله مخکې په همداسې ورځ له اجازې او منطقي دلیل پرته په افغانستان برید وکړ چې نتیجه یې د افغانستان د څه د پاسه یواویازره(۷۱۰۰۰) خلکو وژل کیدل دي.
د طالبانو بیانیه زیاتوي چې د امریکا لخوا د افغانستان په شل کاله نیواک کښې د افغانستان څه د پاسه اته اویا زره پولیس او عسکر هم وژل شوي دي.
داسې ښکاري چې دغه وژله له اعلان شوي وژلې ډیره زیاته وي ځکه چې د خبري سانسورونو په وجه چې د امریکا او د لویدیځ هیوادونو د خبري ټولنو لخوا لګول شوي دي په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د ځواکونو د جنایتونو د دقیق شمیر او اندازې په هکله چنداني اطلاعات په لاس کښې نشته.
د طالبانو حکومت په خپلې بیانیې کښې دې ته په اشارې سره چې افغانستان همدا اوس د نیواکګرو ځواکونو له وجود څخه پاک شوی او خلک په ازادۍ سره ژوند کوي ټینګار وکړ طالبان یوځل بیا ډاډ ورکوي چې افغانستان د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی او اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هیواد پرضد استفاده وشي او په مقابل کښې طالبان له نورو هیوادونو هم غواړي چې د افغانستان پرضد غلیمانه دریځ ونلري او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او د امنیت په لاره کښې خنډونه رامینځته نکړي.
که څه هم په افغانستان کښې د امریکا نیواکګرۍ پاې ته رسیدلي ده خو دغه هیواد همدا اوس د امریکا د شل کلن نیواک او جنګ له کبله له اقتصادي او ټولنیز کړکیچ ، له ډیرې بې وزلۍ او بیکارۍ سره مخامخ دی.
پرون جمعې ورځ په دوه زره لومړي میلادي کال کښې په افغانستان باندې د امریکا د حملې کلیزه په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو د جنایت یادونه کوي.
امریکا او متحدانو یې د دوه زره لومړي میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو په پلمې سره په دغه هیواد برید وکړ.
د امریکا عسکر په نهایت کښې په افغانستان کښې له شل کاله نیواک او د بې شمیره جنایتونو له ترسره کولو او د افغانستان د اقتصادي او د روغتیایي بیخ بنایانو له تباه کولو وروسته د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په پاې کښې په شرم او ماتي خوړلو سره له دغه هیواده وتښتیدل.