په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ تربلي اطلاع پورې وځنډيده
Oct 08, 2022 08:50 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو د پاسپورټونو د ادارې مشرعالم ګل حقاني څه موده مخکې وئيلي وو،دغه اداره د ځينو امنیتي مشکلاتو په دلیل تړل شوې ده او له ضروري تابیاؤ وروسته به بیرته پرانیستل شي.
دافغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي د پاسپورټ لوی ریاست په پام کې لري چې، مراجعینو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو د رسولو په برخه کې ددې ادارې په تخنیکي او تجهزیاتي توکو کې یو څه مثبت بدلونونه راولي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،د پاسپورټونو دجوړړولو د تجهیزاتو دبیرته رغولو چارې تریوه حده وخت ته اړتیا لري او ډير زر به دغه چارې بشپړ شي او د پاسپورټونو ویشل به بیرته زر پیل شی.
نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو
ټیګونه