د افغانستان ثبات ترهرهېواد زیات د پاکستان په ګټه دی
هغه په پاکستان کې د څلور میلیونه افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی او ویلي،چې هېواد ېې خوندي، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان غواړي.
د پاکستان لومړی ړزیر شهباز شريف د سایکا په شپږمه سرمشريزه غونډه کې وويل چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پراختيا لپاره د افغانانو د مبارزې ملاتړ کوي.
پاکستاني صدراعظم زیاته کړې،چې د افغانستان په سوله او ثبات کې تر بل هر هېواد د پاکستان ډېره ګټه ده.
د پاکستان وزیراعظم همداراز د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین له ولس هم ملاتړ وکړ . شهباز شریف پرون په قزاقستان کښې د سیکا CICA د شپږمې غونډې ترڅنګ د فلسطین د مسئلې په وړاندې د دغه هیواد په نه بدلیدونکي دریځ باندې په ټینګار سره وویل: فلسطین زمونږ د ایمان یوه برخه ده.
شهباز شریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په کتنه کښې وویل: ترڅو پورې چې د فلسطین ولس خپلو حقوقو ته ونه رسي او د صهیونیسټي رژيم نیواکګري ختمه نه شي، د پاکستان حکومت به هم دغه شان له فلسطینیانو ملاتړ وکړي.