د افغانستان ثبات ترهرهېواد زیات د پاکستان په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122284-د_افغانستان_ثبات_ترهرهېواد_زیات_د_پاکستان_په_ګټه_دی
هغه په پاکستان کې د څلور میلیونه افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی او ویلي،چې هېواد ېې خوندي، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان غواړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2022 08:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان ثبات ترهرهېواد زیات د پاکستان په ګټه دی

هغه په پاکستان کې د څلور میلیونه افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی او ویلي،چې هېواد ېې خوندي، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان غواړي.

د پاکستان لومړی ړزیر شهباز شريف د سایکا په شپږمه سرمشريزه غونډه کې وويل چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پراختيا لپاره د افغانانو د مبارزې ملاتړ کوي.

پاکستاني صدراعظم زیاته کړې،چې د افغانستان په سوله او ثبات کې تر بل هر هېواد د‌ پاکستان ډېره ګټه ده.

د پاکستان وزیراعظم  همداراز  د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین له ولس هم ملاتړ وکړ . شهباز شریف پرون په قزاقستان کښې د سیکا CICA د شپږمې غونډې ترڅنګ د فلسطین د مسئلې په وړاندې د دغه هیواد په نه بدلیدونکي دریځ باندې په ټینګار سره وویل: فلسطین زمونږ د ایمان یوه برخه ده.

شهباز شریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس  سره په کتنه کښې وویل: ترڅو پورې چې د فلسطین ولس خپلو حقوقو ته ونه رسي او د صهیونیسټي رژيم نیواکګري ختمه نه شي، د پاکستان حکومت به هم دغه شان له فلسطینیانو ملاتړ وکړي.