د افغانستان دپنجشیرولایت دبندیانو ددوسیې دارونې لپاره کمیشن جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122398-د_افغانستان_دپنجشیرولایت_دبندیانو_ددوسیې_دارونې_لپاره_کمیشن_جوړ_شو
محمد حسن اخوند د طالبانو دکابینې په ناستې کې تصویب کړې وه چې په پنجشیر کې مخابیراتي چینلونه فعال شي او  هم  دغه ولایت ته د دانسان دوستۍ مرستې ولیږدول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 02:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان دپنجشیرولایت دبندیانو ددوسیې دارونې لپاره کمیشن جوړ شو

محمد حسن اخوند د طالبانو دکابینې په ناستې کې تصویب کړې وه چې په پنجشیر کې مخابیراتي چینلونه فعال شي او  هم  دغه ولایت ته د دانسان دوستۍ مرستې ولیږدول شي.

 د افغانستان د طالبانو دحکومت  مشر ملامحمد حسن اخوند د حکم په اساس ، ددغه هیواد د پنجشیر ولایت د بندیانو ددروسیې دڅیړلو لپاره یو کمیشن جوړ شو. 

ددغه کمیشن جوړیدا په داسې حال کې ده چې  په دا وروستیو کې پنجشیر ولایت د طالب ځواک او ددغه حکومت د وسلوالومخالفانو ترمینځ دنښتو ډګر دی .

د طالبانود موقته حکومت دمشر ملامحمد حسن اخوند په فرمان سره ،دپنجشیر ولایت دبندیانو د دوسیو  دسپړلو لپاره د کابل د والی ندامحمد ندیم په مشرۍ سره شپږ کسیز کمیشن جوړ شوی دی.

 ددغه راپور په اساس، دپنجشیر ولایت بندیان دمګړئ  دکابل په زندانونو کې ساتل کیږي. له دې مخکې هم  محمد حسن اخوند د طالبانو دکابینې په ناستې کې تصویب کړې وه چې په پنجشیر کې مخابیراتي چینلونه فعال شي او  هم  دغه ولایت ته د دانسان دوستۍ مرستې ولیږدول شي.