د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دیش ته ستره ماتې ورکړه
Oct 18, 2022 04:06 Asia/Kabul
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم له بنګله دیش څخه دوستانه لوبه وګټله
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د کرکټ د ۲۰۲۲ کال د نړیوال کپ د سیالیو له پیلیدو مخکښې په وړومبنۍ تدارکاتي لوبې کښې د بنګله دیش د کرکټ ملي ټیم ته ماتې ورکړه.
د کرکټ د نړیوال کپ په یو بل وارم اپ میچ کښې انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه.
هم داشان د دې لړۍ په نورو سیالیو کښې هندوستان آسټریلیا ته او جنوبي افریقې نیوزي لینډ ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ټیم سبا (چارشنبه) له پاکستان سره دوستانه سیالي وکړي.
ټیګونه