په بدخشان پوهنتون کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122458-په_بدخشان_پوهنتون_کې_د_نجونو_د_لاسي_صنایعو_نندارتون_جوړ_شو
د دغه نندارتون تنظيموونکو د خپلو لاسي صنايعو د معرفي کولو پر مهال له دولت او هم له نړيوالو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 11:13 Asia/Kabul
  • په بدخشان پوهنتون کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د دغه نندارتون تنظيموونکو د خپلو لاسي صنايعو د معرفي کولو پر مهال له دولت او هم له نړيوالو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د بدخشان پوهنتون محصلینو نجونو د سیمه ییزو لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.

افغان غږ خبری آژانس وایی دغه نندارتون د بدخشان پوهنتون په تالار کې د لسګونو نارینه او ښځینه محصلینو په شتون سره پرانیستل شو.

د دغه نندارتون تنظيموونکو د خپلو لاسي صنايعو د معرفي کولو پر مهال له دولت او هم له نړيوالو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس معز الدين احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه نندارتون د زده کوونکو نجونو له خوا جوړ شوى اوهغه له دغه نوښت څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې دبدخشان پوهنتون رئيس پوهاند نقيب الدين ددغه نندارتون دجوړولو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هم ددغه شان نندارتونونو دجوړولو ملاتړ وکړي .