ایران د افغانستان له شمالی ولایتونو سره دملګرتیازمینې ارزوي
سید حسن مرتضوي د سرپل او جوزجان دخلکو په ټول کې هم ووئيل،د شیعه او سني ترمینځ داختلافاتو رامینځةکول او د بې قانوني چارو له لارې اړئ ګړئ د افغانسان د ناکراره کولو لپاره د امریکا د سټراټژۍ یوه برخه ده .
په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال ددغه هیواد بلخ،جوزجان او سرپل ولایتونو ته په سفرونو کې په علمی، مذهبی،اجتماعي اوسیاسی زمینو کې د افغانستان دشمال او ایران د اړیکو د پراختیا لپاره نوی لارې چارې وارزولې.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،په افغانستان کې د ایران دسفارت مرستیال حسن مرتضوي پرون ناوخته د بلخ له والی او د سرپل له مرستیال والي سره لیده کاته وکړل. په مزارشریف روضې، د سرپل په امامزاده یحیی او د شبرغان داهل بیت په جومات کې ویناوې او دنظر تبادلې د افغانستان شمال ته د ایران د سفارت د مرستیال دسفر نور پروګرامونه وو.
سید حسن مرتضوي د سرپل او جوزجان دخلکو په ټول کې هم ووئيل،د شیعه او سني ترمینځ داختلافاتو رامینځةکول او د بې قانوني چارو له لارې اړئ ګړئ د افغانسان د ناکراره کولو لپاره د امریکا د سټراټژۍ یوه برخه ده .
د افغانستان د ولس اقتصادي حالات له ډيرو ترینګلتیاؤ سره مخ دي او د ورژو،غنمو،جوارو او وربشو په څير د افغانستان ته داساسی شیانو دو وارداتو لپاره داړتیاوړ مالی سرچینو نشتوالی چې له امله ئې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي موادو د کمښت او ګرانۍ سبب هم شوي دي ، په افغانستان کې ئې دخوړو د امنیت چارې له ډيرو ترینګلتیاؤ سره مخ کړي او او په دغه هیواد کې د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي چې دا ټولې سربدالئ او ترینګلتیاوې په تیرو دوو لسیزو کې دامریکائي پوځ د نیواکګرۍ او دغه راز په وروستیو کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته په دغه هیواد اقتصادي پابندیانو او د ولسی شتمنیو دکنګل کولو له امله دي.