په افغانستان کې دبهرنیو پانګونو لپاره هڅه کوو
ذبیح ا...مجاهد چې تیره اونۍ د اسلامی هیوادونو دعالمانو په غونډې کې د ګډون په خاطرترکیې ته تللی ؤ،په ترکیې کې له دیره ځينو افغان تاجرانو سره ئې هم لیده کاته کړي او په خپل هیواد کې ئې دوي پانګونې ته هڅولي دي.
د افغانستان دطالبانو د حکومت ویندوي په ترکیې کې د؛افغانستان د ولس لپاره د انسان دوستۍ دمرستو؛په عنوان سره د سمینار په پاي کې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو دجلبولو او پر اقتصادي تحرک ټینګار وکړ.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې،په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو په جلبولو،دعمرانی ملګرتیاؤ او د انسان دوستۍ دمرستو پر دوام ټينګار و کړ.