په افغانستان کې دبهرنیو پانګونو لپاره هڅه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122884-په_افغانستان_کې_دبهرنیو_پانګونو_لپاره_هڅه_کوو
ذبیح ا...مجاهد چې تیره اونۍ د اسلامی هیوادونو دعالمانو په غونډې کې د ګډون په خاطرترکیې ته تللی ؤ،په ترکیې کې له دیره ځينو افغان تاجرانو سره ئې هم لیده کاته کړي او په خپل هیواد کې ئې دوي پانګونې ته هڅولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 12:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دبهرنیو پانګونو لپاره هڅه کوو

ذبیح ا...مجاهد چې تیره اونۍ د اسلامی هیوادونو دعالمانو په غونډې کې د ګډون په خاطرترکیې ته تللی ؤ،په ترکیې کې له دیره ځينو افغان تاجرانو سره ئې هم لیده کاته کړي او په خپل هیواد کې ئې دوي پانګونې ته هڅولي دي.

د افغانستان دطالبانو د حکومت ویندوي په ترکیې کې د؛افغانستان د ولس لپاره د انسان دوستۍ دمرستو؛په عنوان سره د سمینار په پاي کې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو دجلبولو  او پر اقتصادي تحرک ټینګار وکړ.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې،په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو په جلبولو،دعمرانی ملګرتیاؤ او د انسان دوستۍ دمرستو پر دوام ټينګار و کړ.