افغانستان کښې بیاهم له جنګه پاتې مهماتو مرګ ژوبله اړولې
-
فایل فوټو
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کښې له جنګونو د پاتې ناچاودې مرمۍ د ډزیدو له امله یو ماشوم مړ شو
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کښې له جنګونو د پاتې ناچاودې مرمۍ د ډزیدو له امله یو ماشوم مړ شو
په افغانستان کښې د امریکې د دوو لسیزو له نیواکګرۍ پاتې مهمات او ماینونه هره څه موده پس د افغانانو په تیره بیا د ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر پرون وویل: د جنګ له وختو پاتې ناچاودې مرمۍ پرون د لشکرګاه ښار په بولان سیمه کښې وچاودله چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او یو بل ماشوم زخمي شوی دی.
په افغانستان کښې د خبر سرچینو په وینا د دغه هیواد ۶۰۶ (شپږ سوه شپږ) مربع کیلومیټره خاوره له ناچاودو او نه شنډ شویو ماینونو ډکه ده.