د افغانستان موقته حکومت زر پاې ته رسیږي
تسنیم خبري اژانس وایي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نږدې راتلونکي کښې د دغه حکومت د کار د ختمیدا خبر ورکړ.
هغه نن په کابل کښې خبریالانو ته وویل هڅې روانې دي چې په افغانستان کښې نوي شرایط رامینځته شي او موقته حکومت پاې ته ورسیږي.
د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د موقته حکومت د ختمیدا په هکله نور جزیات ورنکړل.
ذبیج الله مجاهد مخکې ویلي وو چې د عادي او د رسمي حکومت جوړول وخت ته اړتیا لري او تر ډیر ثبات پورې به د اساسي قانون برابرول او د شوراګانو جوړول وځنډیږي.
هغه دغه راز ویلي وو د رسمي کابینې جوړول وخت ته ضرورت لري، اساسي قانون نه دی برابر شوی ، شورا نه ده جوړه شوي او هغه افغانان چې په خارجي هیوادونو کښې وسیږي تراوسه هیواد ته نه دي راستانه شوي ، دا د افغانستان د نوي نظام ارکان دي، هر وخت چې هغه ترسره شول حکومت هم عادي حالت ته ورستنیږي.