د افغانستان حقایق او د جوزف بایډن چټي لاپې
د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت ویندوی د افغانستان به باب د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن دڅرګندونو په غبرګون کې ووئیل،دغه هیواد امریکا ته هیڅ اړتیا نه لري.
په افغانستان کې ځينو رسندویو لیکلي دي،د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په باب پخپلو ترټولو وروستیو څرګندونو کې ځینی داسې خبرې کړي دي چې له منطقه لیرې دي.د امریکا ولسمشر جوبایډن په همداوروستیو کې وئيلي وو،افغانستان پریښودل شوی دی.د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د جوبایډن ددغو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار وکړ،افغانستان یو کرار او باثباته ځاي دی او له امریکا سره ملګرتیاته هیڅ ضرورت نه لري.ذبیح ا...مجاهدپه افغانستان کې د امریکا نیواکګرۍ ته په اشارې سره د ولس له خوا ددغه هیواد پر آبادونې ټینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې چې د افغانستان د مشکلاتو خبرې کوي، چې دغه هیواد په تیرو دوو لسیزو کې د امریکا په نیواک کې ؤ او متحده ایالاتو په ۲۰۰۱کال کې دافغانستان دمشکلاتو د حل او له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په دوکه ورکونکي شعار سره په دغه هیواد لښکر کشي وکړه. خو هغه څه چې اوس له افغانستانه په ځاي پاتې دي له کنډوالو پرته بل څه نه دي چې د لویدیځ پشمول نړیوالې ټولنې هم تائيد کړي دي.په همدې دلیل د افغانستان رسندویو ددغه هیوادد روان وضعیّت په باب دجوزف بایډن څرګندونې چټي او لاپې بللي دي.
دنړیوالو چ ارو یو کارپیژاند ډان کوولیک دامریکائي عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان دحالاتو په ارزونې کې وائي، امریکا افغانستان په یوې داسې کنډوالې بدل کړی دی چې د بشریّت ضد جنایت حسابیږي. اصولا امریکائي پوځ هرچرته چې لاړشي،نو هغه ځاي په کنډوالو بدلوي چې مختلف مثالونه ئې په افغانستان او عراق کې لیدل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د جنایتونونو د مثالونوپه وړاندې کولو کې د آب وهوا وضعیّت او دغه راز د نوزیږو ماشومانو ګوځڼ ناروغیو ته بې پامي ده چې په دې باب خپره شوي راپورونه ډير اندیښمنونکي دي.په شرم الشیخ کې دآب وهوا د وضعیّت د ارزونې په غونډې کې چې همدااوس روانه ده،افغانستان دآب وهوا دبدلیدا په وړاندې دترټولو تاوان موندونکي هیواد په توګه اعلان شوی دی.په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي او ددغې موسیسې د بشری چارو غږملونکي رامزالاکبروف وئيلي دي،عادی خلک له هرډول طبیعي پيښوڅخه تر ټولو زیات تاوان مومي،داپه دې معنا ده چې د افغانستان په دوو لسیزو نیواک کې له طبیعي پيښو او د آب وهواد بدلون سره د مقابلې لپاره د افغانستان پياوړتیا لپاره هیڅ مثبت اقدام نه دی ترسره شوی .
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د ماشومانو د کوځڼ ناروغیو ریښه وایستل شوې ده،افغانستان هماغه راز د هغو په ګوته شمیر هیوادونو برخه ده چې دګوځڼ ناروغي پکې ختمه شوې نه ده.د نړیوال روغتیائي اورګان د راپور په اساس،په افغانستان کې د ماشومانو له ګوځڼ ناروغۍ سره مبارزه،په درستې نړۍکې له دغې ناروغۍ سره دمبارزې په معنا ده چې ښئ، د روغتیائي چارو په زمینې کې هم په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې هیڅ کار نه دی شوی.په هرحال،د وخت په تیریدا سره ،په افغانستان کې د امریکادجنایتونو ژوروالی لازیات رابرسیره کیږی،خو هغه څه چې ډير خواشیونکي دي ،دا چې په افغانستان کې د امریکایانو په جنایتونو دغور لپاره هیڅ ډول نړیوال مرجع قانوني اورګان نشته او یا پر دغو جنایتونو دغور جراءت نه لري. په همدې دلیل په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو راپورونه،په هیڅ یوې محکمې کې نه مطرح کیږی اود راپور تر حده باقي پاتیکیږي.
په دغو شر ائطو کې د افغانستان دولس په مرستې سره ددغه هیواد دبیارغولو اوآبادولو لپاره د افغان چارواکو څرګندونې یوه داسې مهمه موضوع ده چې اجرائي کیدا ئې،یوه سیاسی او ا جتماعي مناسب پلیټ فارم او شرائطو رامینځةکیدا ته ضرورت لري څو د افغانستان د رسندویو په لیکنه، پرَدي هم ونه توانیږي،د افغانستان له وضیعّته په ناسمې استفادې سره هر ډول چټي او له لاپو ډکې څرګندونې وکړي.