د افغانستان د پخواني وزیر خارج ته په تلو بندیز ولګید
Nov 08, 2022 00:48 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د طالبانو حکومت د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور او د کورونو د چارو د پخواني وزیر محمود کرزي بهر ته په تلو د بندیز خبر ورکړ.
د افغانستان رسنیو راپور ورکړ د طالبانو ځواکونو پرون په کابل هوايي ډګر کښې خارج ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کښې د کورونو د وزیر محمود کرزي د سفر مخه ونیوله.
محمود کرزی د خپل ورور حامد کرزي د حکومت په وخت کښې د کابل بانک یو ونډه لرونکی و.
که څه هم تراوسه د افغانستان د پخواني حکومت ډیر چارواکي د طالبانو د حکومت لخوا تر دباو یا څارنې لاندې دي خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون رسنیو وویل چې خارج ته د محمود کرزي په تلو باندې بندیز له سیاسي موضوعګانو سره ارتباط نلري.
ټیګونه