طالبانووویل د پاکستان له لوري د افغانانو د نیولو خبر څېړو
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: "د یوه مسؤل مقام په توګه موږ هڅه کوو، چې په پاکستان کې د خپل استازیتوب له لارې د کډوالو ستونزې هوارې کړو او هڅې روانې دي.
په پاکستان کې له زرو څخه د زیاتو افغان کډوالو د نیولو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته طالبان وایي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له لارې دا موضوع تعقیبوي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په دې اړه ویلي د کډوالو د توقیف په اړه راپورونه ترلاسه شوي چې د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت به په دې اړه اقدام وکړي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: "د یوه مسؤل مقام په توګه موږ هڅه کوو، چې په پاکستان کې د خپل استازیتوب له لارې د کډوالو ستونزې هوارې کړو او هڅې روانې دي."
ښاغلي عبدالمطلب همداراز زیاته کړه چې دوی به په پاکستان کې د بندیانو د ستونزو د هواري لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
پاکستاني چارواکي وايي دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه او له اسنادو پرته پاکستان ته ننوتلي او د محکمې تر پرېکړې پورې به په بند محکوم وي.
خو راپورونه وايي چې پاکستان تر څېړنو وروسته شاوخوا ۳۰ افغان کډوال خوشي کړي دي.