لویدیځ هیوادونه د افغانستان ځوانان بې لارې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123500-لویدیځ_هیوادونه_د_افغانستان_ځوانان_بې_لارې_کوي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت یو لوړرتبه غړی وايي لویدیځ هیوادونه د افغانستان د ځوانانو د بې لارې کولو کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 08:59 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د افغانستان ځوانان بې لارې کوي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت یو لوړرتبه غړی وايي لویدیځ هیوادونه د افغانستان د ځوانانو د بې لارې کولو کوشش کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور د وزارت د ځوانانو د چارو  مرستیال مولوي محمد یونس راشد د هرات د ځوانانو د نوښت په نندرتون کښې د افغانستان په پرمختګ کښې د ځوانانو د رول په اهمیت باندې ټینګار سره وویل په دغو شرایطو کښې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا په بیلابیلو چلولونو سره د ځوانانو د انحراف او له ملي او اسلامي ارزښتونو د هغوې د لیرې کولو هڅه کوي.

یونس راشد په دې خبرې سره چې د هرات ځوانان په بیلابیلو زمینو کښې لوړ او زیات ظرفیتونه لري وویل د حکومت چارواکي د ځوانانو غږ کیږي او مشکلات به یې حل کړي.

هغه دغه راز د هرات د ځوانانو مخ ته د پراتو چیلنجونو او د غوښتنو د اوریدا لپاره په ازادو خبرو سره د یوې غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور د وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د لویدیځو هیوادونو دسیسو ته په اشارې سره وویل لویدیځ په تیره بیا امریکا په منفي تبلیغاتو سره د هیواد د ځوانانو د منحرفولو او د کمزوري کولو هڅه کوي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له هیواده د ځوانانو تښتیدل د هیواد په ګټه نه دي له هغوې وغوښتل چې له هیواده مه وځي.