د افغانستان د لیرې پرتو سیمو لپاره کافي خوراکي توکي زیرمه کړي
Nov 15, 2022 10:47 Asia/Kabul
دغه سازمان وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ژوند کولو لپاره کافي خوراکي زېرمې شته.
افغان غږ خبری آژانس وایی دغه سازمان وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.
دا سازمان وايي هغه کورنۍ چې خپل وسایل یې ختم کړي په راتلونکي کې به سخت ژمي ولري.
په همدې حال کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په راتلونکي ژمي کې به شاوخوا شل ميليونه خلک کافي خوراکي توکو ته لاسرسى ونه لري.
ټیګونه