طالبانو شیعه مسلمانان د ټولنې مهمه برخه وبلله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د مشر اداري مرستیال د هیواد شیعه مسلمانان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه وبلل.
د طالبانو د حکومت ریاست پرون په یوې بیانیې کښې د افغانستان د شیعه علماو د شورا د مرستیال محمد اکبري په شمول د اهل تشیع له یوشمیر مشرانو سره د طالبانو د مشر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کتنې خبر ورکړ.
عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان ملت( شیعه او سني) د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کښې د وروڼو په شان ژوند کړی دی او د هیواد د ترقۍ او د پرمختګ لپاره د دغه ملت اتحاد او پیوستون یو ضرورت دی.
هغه ټینګار وکړ د طالبانو حکومت قومي مسائیلو ته له پام کولو پرته ژمن دی چې د خلکو غوښتنې او مشکلات حل کړي.
محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې د زده کړې ، د ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام یې ټینګار وکړ.
مخکې هم د ټولو قومونو په شتون سره د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د شیعه مذهب په رسمیت پیژندل، په حکومتي ادارو کښې د شیعه مسلمانانو مشارکت او د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل د افغانستان د شیعه علماو د شورا تر ټولو مهمې غوښتنې اعلان شوي وې.