طالبانو شیعه مسلمانان د ټولنې مهمه برخه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123694-طالبانو_شیعه_مسلمانان_د_ټولنې_مهمه_برخه_وبلله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د مشر اداري مرستیال د هیواد شیعه مسلمانان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • طالبانو شیعه مسلمانان د ټولنې مهمه برخه وبلله

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د مشر اداري مرستیال د هیواد شیعه مسلمانان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه وبلل.

د طالبانو د حکومت ریاست پرون په یوې بیانیې کښې د افغانستان د شیعه علماو د شورا د مرستیال محمد اکبري په شمول د اهل تشیع له یوشمیر مشرانو سره د طالبانو د مشر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کتنې  خبر ورکړ.

عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان ملت( شیعه او سني) د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کښې  د وروڼو په شان ژوند کړی دی او د هیواد د ترقۍ او د پرمختګ لپاره د دغه ملت اتحاد او پیوستون یو ضرورت دی.

هغه ټینګار وکړ د طالبانو حکومت قومي مسائیلو ته له پام کولو پرته ژمن دی چې د خلکو غوښتنې او مشکلات حل کړي.

محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې  د زده کړې ، د ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د  شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام یې ټینګار وکړ.

مخکې هم د ټولو قومونو په شتون سره د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د شیعه مذهب په رسمیت پیژندل، په  حکومتي ادارو کښې د شیعه مسلمانانو مشارکت او د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل د افغانستان د شیعه علماو د شورا تر ټولو مهمې غوښتنې اعلان شوي وې.