د طالبانوحکومت په رسمیت پېژندل به ډېروخت واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123714-د_طالبانوحکومت_په_رسمیت_پېژندل_به_ډېروخت_واخلی
نعيم وردګ په عین حال کې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل يادونه کړې او ویلي، چې په مختلفو بڼو اوس هم ډېر هېوادونه د دوی ادارې سره تماسونه لري او افغانستان سره مرستې او راشه درشه پالي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 10:01 Asia/Kabul
  • د طالبانوحکومت په رسمیت پېژندل به ډېروخت واخلی

نعيم وردګ په عین حال کې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل يادونه کړې او ویلي، چې په مختلفو بڼو اوس هم ډېر هېوادونه د دوی ادارې سره تماسونه لري او افغانستان سره مرستې او راشه درشه پالي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند او په قطر کې ېې د تر واک لاندې سفارت مشر ډاکټر نعيم وردګ ویلي، چې د نړيوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې په رسميت پېژندل به ډېر وخت ونيسي.

 نوموړي په یوه تازه مرکه کې دا هم ويلي، چې د دغه رسمیت د پیدا کولو لپاره به د دوی هڅې دوام ولري.

نعيم وردګ په عین حال کې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل يادونه کړې او ویلي، چې په مختلفو بڼو اوس هم ډېر هېوادونه د دوی ادارې سره تماسونه لري او افغانستان سره مرستې او راشه درشه پالي.

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې له بيا واکمنيدو شاوخوا یو نیم کال کیږي، خو د نړۍ هېڅ هېواد لا په رسميت نه دي پېژندلي.

د نجونو د ښوونځيو تړل او د حقونو پراخ نقض، د ټول شموله حکومت نه رامنځته کول او دطالبانو لخوا د واک انحصار، د بشري حقونو او نړيوالو اصولو څخه سرغړونه او بهرنيو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نه پرې کیدل د دوی د ادارې د په رسميت پېژندلو پر وړاندې اساسي خنډونه ګڼل کېږي.