د افغانستان په ټولنه کې د شیعیانو مهم رول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123720-د_افغانستان_په_ټولنه_کې_د_شیعیانو_مهم_رول
محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې د زده کړې ، ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې یې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 10:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ټولنه کې د شیعیانو مهم رول

محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې د زده کړې ، ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې یې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام ټینګار وکړ.

 

افغانستان د طالبانو د مشر اداري مرستیال د هیواد شیعه مسلمانان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه وبلل.

د طالبانو د حکومت ریاست په یوې بیانیې کښې د افغانستان د شیعه علماو د شورا د مرستیال محمد اکبري په شمول د اهل تشیع له یوشمیر مشرانو سره د طالبانو د مشر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کتنې  خبر ورکړ.

عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان ملت( شیعه او سني) د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کښې  د وروڼو په شان ژوند کړی دی او د هیواد د ترقۍ او د پرمختګ لپاره د دغه ملت اتحاد او پیوستون یو ضرورت دی. محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې  د زده کړې ، ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د  شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې  یې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام ټینګار وکړ.

مخکې هم د ټولو قومونو په شتون سره د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د شیعه مذهب په رسمیت پیژندل، په  حکومتي ادارو کښې د شیعه مسلمانانو مشارکت او د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل د افغانستان د شیعه علماو د شورا تر ټولو مهمې غوښتنې اعلان شوي وې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانوبیا قدرت ته له رسیدا راهیسې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د دغه هیواد شیعیان د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ له مرګونو حملو سره مخامخ شوی دي . د جمعې لمانځه د دستورو په شمول د شیعیانو په غونډو ډیرې ترهه ګرحملې په تیر څه د پاسه یوه کال کې د شیعی ټولنې اصلی خطره ده . د طالبانو دولت په وسیله د شیعیانو د امنیت د تامینولو لپاره د شیعیه مشرانو له بیا بیا غوښتنو سره سره داعش ترهه ګره ډله  هماغه راز د افغانستان ددرستې ټولنې په تیره بیا د دغه هیواد د شیعیانو لپاره ستره خطره بلل کیږی .

له دې سره سره چی د طالبانو دولت ژمنه کړی وه چی په افغانستان کې د قومی او مذهبی لږکیو امنیت به تامین کړی خو د دغې ډلې اقدامات په افغانستان کی د لږکیو د رضایت وړ ندي او هماغه راز ترهه ګرې حملې په افغانستان کې د عمومي امنیت لپاره ستر چیلنج بلل کیږی .

پر دې سربیره چی د امنیت تامینول له طالبانو د افغانستان د شیعیانو ټولنې ستره غوښتنه ده خود دغه هیواد شیعیان په دغه هیواد کې د نورو مذهبی او قومي ډلو په شان نورې غوښتنې هم لري . د دغه هیواد د ټولو قومونو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت جوړول په دغه هیواد کې په یوې ملی غوښتنې بدل شوی ده چی د افغانستان ټولې سیاسی ، مذهبی او قومی ډلې ټینګار لري چی حاکمیت باید د هغو سمبول وی تر څو وکولې شي ټول خلک د واکوالۍ په ډګر کی استازیتوب ولرلې شي .

د افغانستان د میرمنې ټولنې لپاره د زده کړو او روزګار فرصت برابرول په دغه هیواد کې د شیعیانو په شمول د ټولو خلکو یوه بله غوښتنه ده تر څو هغو هم وکولې شي په اقتصادي ، کلتوری او اجتماعی بیلا بیلو ډګرونو کې رول ولوبولې شي . د افغانستان د شیعیانو او نورو قومی او مذهبی ټولنو له نظره تر هغه وخته چی په افغانستان کې د حاکمیت انحصار د یوه خاص تفکر یا ډلې په لاس کې وی ، دغه هیواد به د پراختیا په لاره ګام کینښودلې شی چی دا مسله به حتی له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کی هم منفی اغیز وشیندي .

پر دې اساس افغان دولت له داخلی ناکارند والی کړکیچ او نړیوالو بایکاټونو د وتلو لپاره باید د حکومت په ډګر کې د ټولو خلکو د حقیقی مشارکت د زمینې د برابرولو په شمول په داخلی ډګر کې د سیاسی مشکل د اواری لپاره په دې هکله ملی غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی .