افغانستان کښې د امریکايي پوځ جنایتونه دې وڅیړل شي
د هبګ د نړبوالې محکمې له خوا په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو د څیړنې له پیلیدو سره هم مهاله د بشري حقوقو څارونکي ارګان هم په دغه هیواد کښې د امریکې د پوځ د خونړیو بریدونو د جاج اخیستو غوښتنه کړې ده.
د هبګ د نړبوالې محکمې له خوا په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو د څیړنې له پیلیدو سره هم مهاله د بشري حقوقو څارونکي ارګان هم په دغه هیواد کښې د امریکې د پوځ د خونړیو بریدونو د جاج اخیستو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقوقو څارونکې ادارې په خپل تازه رپورټ کښې ویلي دي: په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو په شل کلن شتون کښې دغه ارګان داسې اسناد ترلاسه کړي دي چې ثابتوي امریکايي ځواکونو امریکايي ځواکونو د ناسمو معلوماتو یا د غلطو فرضیو له مخې لسګونه ملکي افغان وژلي دي.
د بشري حقوقو څارونکی سازمان په دغه رپورټ کښې لیکي: په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کښې چې په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو یرغلیز بریدونه زیات شول، ډیر ملکي وګړي ووژل شول.
دغه رپورټ زیاتوي: په افغانستان کښې د شپې مهال د شویو بریدونو په هکله چې سي، آيي، ای په کښې لاس درلود، ټول مدارک باید وړاندې شي.