افغانستان کښې د الیکټرونیکي تذکرو ویشل پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123804-افغانستان_کښې_د_الیکټرونیکي_تذکرو_ویشل_پیلیږي
تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د الکیټرونیکي تذکرو ویشل له سره پیلیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2022 10:25 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د الیکټرونیکي تذکرو ویشل پیلیږي

تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د الکیټرونیکي تذکرو ویشل له سره پیلیږي.

له دې مخکې د کمښت په وجه په افغانستان کښې د الیکټرونیکي تذکرو ویشتل بند شوي وو.

د افغانستان د شمیرنې او د اطلاعاتو ملي ادارې وویل د یو میلیون او د اوه لکه نویو الیکټرونیکي تذکرو په رسیدا سره په افغانستان کښې د تذکرو د ویشل کیدا بهیر په عادي ډول له سره پیل شوی دی.

دغه راپور وايي چې د جنوبي کوریا له یوه شرکت سره د افغانستان د الیکټرونیکي تذکرو د چاپیدا تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان رسنیو وویل په نویو تذکرو کښې ځینې بدلونونه راوستل شوي دي خو دغه تذکرې هماغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت په عنوان سره چاپ شوي دي.

د افغانستان په نویو تذکرو کښې د داخله وزارت پرځاې د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې نوم لیکل شوی او د تذکرو موده هم لس کاله ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د شمیرنې او د اطلاعاتو د ادارې ویاند محمد حلیم رافع وویل زر به له قطر څخه یو میلیون او درې لکه نوي الیکټرونیکي تذکرې افغانستان ته ورسیږي.