د افغانستان رسنیو یو شمیر غبرګونونه ښودلي دي نور حال دلته لرو
د افغانستان په ختیځ کې رسنوالو او رسنیزو بنسټونو د رسنیو د خپلواکۍ د ملاتړ نړیوال بنسټ د وروستۍ پریکړې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
افغانستان چې په تیر نظام کې د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی و اوس یاد بنسټ له خپل نوملړه د افغانستان نوم لری کړ.
د افغانستان په ختیځ کې خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ نړیوال بنسټ په هغه پریکړه چې د دې هیواد نوم یې له خپل نوملړه لرې کړې سخت غبرګون ښودلی دی.
د دې سیمې خبریالان وایي په افغانستان کې رسنۍ دا مهال د نړیوالۍ ټولنې لاسنیوي او مرستې ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا لري او باید نړیوال یې یوازې پرې نه ږدي.
دغو خبریالانو دغه راز وویل ددې خبر په اوریدو خواشینې دي او غوښتنه یې دا ده چې یاد بسنټ پر خپله دې پریکړه له سره غور وکړي.
د خبریالانو پر وینا د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ بنسټ دا پریکړه د دې ښکارندوي کوي چې دوې په قصدي ډول د رسنیو له ملاتړه لاس اخلي.
دختیځې حوزې خبریالان او رسنیز بنسټونه په افغانستان کې د رسنیو اورسنوالو د حقوقو د ملاتړ له ټولنو هم غواړي چې یاد بنسټ دې ته اړ باسي چې خپله پریکړه بیرته واخلي او په افغانستان کې له رسنیو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د فعالیت ددوام لپاره یې چټک ګامونه پورته کړي.
د طالبانو موقت حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ نړیوال بنسټ ددې پریکړې پر وړاندې خورا جدي غبرګون ښودلی دی.
د یاد وزارت سلاکار او ویاند عبدالمتین قانع دا پریکړه سیاسي او یو اړخیزه بللی ده.
نوموړي ویلي چې نړیواله ټولنه غواړي په دې ډول پر موجود نظام فشار وارد کړي او د ده پر وینا رسنیو ته د معلوماتو ورکولو او معلوماتو ته دهغوې د لاسرسي پروسه هم ګډه وډه کړي.
که څه هم چې په افغانستان کې د تیر نظام له سقوط وروسته په رسنیز ډګر کې ګڼې ستونزی رامنځته شوې او د دغو ستونزو له امله دګڼ شمیر رسنیو دروازې وتړل شوې خو یو شمیر د نظر خاوندان پر دې باور دي چې افغان رسنۍ اوسمهال د نړیوالې ټولنې ملاتړ او لاسنیوي ته ډیره اړتیا لري.