کابل ښار کې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123866-کابل_ښار_کې_چاودنه_شوې
کابل ښار کې سرچینې وايي چې تیرماخوستن په پروان‌سه سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

کابل ښار کې سرچینې وايي چې تیرماخوستن په پروان‌سه سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده.

له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، سرچینه د چاودنې د څرنګوالي او دا چې له کبله یې چا ته مرګ‌‌ ژوبله اوښتې، که‌نه، څه نه وايي.

بل خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي یو موټر د چاودنې ښکار ګرځېدلی او ټول سوځېدلی هم دی.

په دې ویډیو کې یو کس له چا سره خبرې کوي او ورته وايي چې چاودنه د پروان‌دو او پروان‌سه منځ کې شوې ده.

دا چې دغه موټر دولتي دی که شخصي، تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

د کابل امنیتي مسوولانو هم تر اوسه د چاودنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

اخوا په تخار ولایت کښې چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز کښې پرون مازیګر په شوې چاودنه کښې څوک نه دي مړه شوي.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافي وویل چې چاودنه د ولایت د مرکز تالقان ښار په اولې امنیتي ناحیې کښې د لاسي بم له امله رامینځته شوې ده چې مرګ ژوبله نه لري.

تیره اونۍ هم په هم دغې سیمې کښې ورته چاودنه شوې وه چې هغې هم تلفات نه درلودل.