افغانستان د نړیوالو دباؤنو ته نه ټیټیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123872-افغانستان_د_نړیوالو_دباؤنو_ته_نه_ټیټیږي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 04:09 Asia/Kabul
  • افغانستان د نړیوالو دباؤنو ته نه ټیټیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تاييد وکړ او وې ویل چې اوس بشري مرستې تر لرې پرتو سیمو په ښه ډول رسيږي.

نوموړي دغه راز ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.

 د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په دغې کتنې کښې ویلي چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین شوی، د پخوا په ډول اوس افغانان د چاپو او بمباریو له امله نه وژل کیږي او نه هم بېځایه کیږي.

نوموړي ویلي تاریخ ښودلې چې، په افغانستان د فشارنو کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لورو په تعامل او همکاریو ټینګار کړی دی.